افغانستان

په جوزجان کې د قوش تېپې سړک جوړولو قرارداد له دریو شرکتونو سره لاسلیک شو

د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د جوزجان ولایت د درزاب په سیمه کې د قوش تېپې سړک د بیارغاونې چارې د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت درې ساختماني شرکتونو ته ورکړل شوې دي.

دغه وزارت پر اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې په دې پروژه کې د استنادي دیوالونو او د سړک د غاړې د ویالو جوړول هم شامل دي.

د پروژې لومړی پړاو ۱۹،۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د قوش تېپې ولسوالۍ له نوآباد سیمې څخه تر تره خېلو پورې غځېدلى. دویمه برخه چې ۱۷.۴۶ کیلومتره اوږدوالی لري له تره خېلو څخه تر شیربيک پورې او دریمه برخه چې ۱۳.۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې درزاب ولسوالۍ ته غځېدلى دى.

د ټولګټو چارو وزارت وایي، د دغه سړک په بشپړېدو سره به د خلکو ترانسپورټي ستونزې راکمې شي او د سوداګریزو او کرنیزو توکو د چټک لېږد په برخه کې به زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر هېوادوال تر دې وړاندې د نیمګړو پروژو په ځانګړي ډول د لویو لارو او سړکونو د نه بشپړېدو په اړه نیوکې کړي دي. د دوی په وینا د سړکونو خراب حالت د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ تګ راتګ کې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.