افغانستان

طالبانو په پکتیکا کې یو کس په درو وواهه

عکس له آرشیف.

طالبانو په پکتیکا ولایت کې یو سړی د «غلا» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سړی په ۳۹ درو وهل شوی دی.

طالبانو په تېرو دوو اونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۳۸ کسان په درو وهلي دي.

طالبانو د شنبې په ورځ په بامیان، میدان وردګو او غور ولایتونو کې ۱۱ تنه د بېلابېلو تورنو په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو په «عام محضر» کې د جسمي مجازاتو، په ځانګړې توګه په درو وهلو ته دوام ورکړی دی.

د آمو ټلویزیون د راټولو شویو شمېرو له مخې، د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۷ ښځو په ګډون یې تر ۶۱۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.