د متحده ايالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کیل سي بي اېس نیوز ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو موضوع څېړل به د امریکا له ټاکنو وروسته هم دوام ولري.
هغه ټینګار وکړ چې څېړنې به «له ټاکنو وروسته هم دوام وکړي، ځکه چې د ملي دفاع وزارت او د کابل د هوايي ډګر د برید په اړه ډېرې پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي.»
مک کال په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: «دا په افغانستان کې یوه له خونړیو ورځو څخه وه او که د بهرنیو چارو وزارت په قانوني توګه عمل کړی وای او د ایستلو پلان یې عملي کړی وای، ښايي مخنیوی یې شوی وای.»
هغه د بایډن اداره هم په دې پېښه کې په «اخلاقي ناکامۍ» تورنه کړه.
د امریکا د کانګرېس دغه غړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس افغانستان ولې مهم دی، وویل: «بهرنی سیاست له خطر سره مخ دی، له افغانستان وروسته هغه څه وشول چې نړۍ یې اغېزمنه کړه.»
په همدې حال کې د استازو جرګې د بهرنیو چارو په کمېټه کې جمهوري غوښتونکو د بایډن اداره تورنه کړې چې له افغانستانه د امریکا د ګډوډې وتلو په اړه یې خلکو ته درواغ ويلي دي.
جمهوري غوښتونکو په پرله پسې ډول په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان د وژل کېدو له امله پر ولسمشر بایډن نیوکې کړې دي.
دوی د ولسمشرۍ د ډیموکراټ نوماندې پر مرستیالې کاملا هرېس هم نیوکې کړي دي.
د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې له افغانستانه د بایډن پر وتلو سخته نیوکه کړې او هغه یې د دې پرېکړې د خطرونو په اړه د پوځي چارواکو، د ملي امنیت د سلاکارانو او متحدینو د پرله پسې اخطارونو په له پامه غورځولو تورن کړی دی.
راپور د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد پړ ګڼي چې د دوحې د هوکړې په خبرو کې یې ونډه درلوده.
دغه راپور خلیلزاد د افغان حکومت په کمزوري کولو تورن کړی او ویلي یې دي چې له ترهګرو سره د خبرو نه کولو د امریکا اوږدمهاله پالیسي یې کمزورې کړې ده.
جګپوړو پوځي چارواکو ویلي، خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو پر مهال له امریکايي پوځیانو سره مشوره نه ده کړې او د هوکړې جزئیات یې له دوی پټ ساتلي دي.
د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې کمیټې ته په خپله وینا کې، خلیلزاد څرګنده کړه چې د بایډن ادارې هېڅکله د دې په اړه هر اړخېزه ارزونه نه ده کړې چې ایا طالبانو د دوحې تړون ته غاړه ایښې ده او که نه.
د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت هغه اسناد چې کمېټې د احضاريه غوښتنې له لارې ترلاسه کړي، ښيي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې له هوکړې څخه د طالبانو د سرغړونې په اړه خبره وه.
راپور وايي،«داسې ښکاري چې ولسمشر بایډن باور درلود چې د افغانستان په اړه د هغه تاریخي دریځ به د هغه میراث تضمین کړي.»
راپور همداراز وايي، داسې ښکاري چې کاملا هرېس له ولسمشر سره په پوره همغږي کې د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره کار کړی دی.
په همدې حال کې، د ولسمشر جوبایډن په ندرت سره له افغانستان څخه د وتلو په اړه تبصره کړې، خو د ٢٠٢٢ په سپټمبر کې هغه وویل چې هغه«نه غواړي دا نه ختمیدونکې جګړه وغځوي او نه غواړي چې د نه ختمیدونکي وتلو موده هم وغځوي.»