سویلي آسیا

اته تنه طالبان له پاکستاني پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې له پاکستاني پوله ساتو سره په نښته کې اته تنه طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې په وژل شویو کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان خلیل او جان محمد هم شامل دي.

جیو نیوز د پاکستان د سرحدي امنیتي ځواکونو سره د تړلو سرچینو په حواله ويلي، «افغان طالبانو د وږي په ۱۷ مه سهار په پيلواسین کې پر پاکستاني پوستو د پرمختللو وسلو په کارولو ډزې وکړې.» خو طالبانو تر اوسه د دې نښتې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان او پاکستان ۱۸ ګډې پولي دروازې لري، چې تورخم او چمن یې د سوداګرۍ او خلکو لپاره د ګڼې ګوڼې ځایونه دي.

دغه لارې د افغانستان له جنوبي ولایت کندهار سره د بلوچستان ایالت نښلوي.

په ٢٠١٧زيږديز کال کې، پاکستان له افغانستان سره په خپله پوله کې د اغزن سیم په جوړولو پیل وکړ ترڅو د پولې هاخوا د وسلوالو مخالفينو د تګ مخه ونیسي، چې دغه اقدام د کابل لخوا غندل شوى و.

د پاکستان د جیو نیوز د راپور پر بنسټ، په خپلو پولو کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي سربېره، پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ګاونډي هېواد لخوا د امنیتي ځواکونو په نښه کولو کې د پولې هاخوا بریدونو کې د پام وړ زیاتوالي شاهد دی.