د سوریې دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په حماه سیمه کې د اسرائیلو په ګڼو بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د کیمیاوي وسلو د تولید پر یوه لوی پوځي څېړنیز مرکز چې ميصاف ته څېرمه موقعیت لري، هم څو ځلې بریدونه شوي دي.
راپور زیاتوي چې داسې ګونګوسې شته چې د اسلامي جمهوریت د پوځي کارپوهانو یوه ډله د وسلو په تولید کې لاس لري.
د رویټرز په وینا، دا بریدونه د دوو اورلګېدنو لامل شوي چې اور وژونکي هڅه کوي چې کنټرول کړي.
اسراٸیل، چې معمولا په سوریه کې د بریدونو په اړه د ځانګړو راپورونو په اړه تبصره نه کوي، تر اوسه چوپه خوله دی.
په همدې حال کې، د سوریې د حکومت رسمي رسنیو اعلان کړى، چې د سوریې د هوايي دفاعي سیستم د « دښمن هدف»ته چې د هېواد په مرکزي سیمه کې یې بیلابیلې نقطې په نښه کړې دي، ته ځواب ويلى.
دغې رسنۍ د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې اسرائیلو د لبنان له شمال لوېدیځ څخه د سوریې په مرکزي سیمه کې څو پوځي پوستې په نښه کړي او د سوریې د هوايي دفاع سیسټم یو شمېر توغندي له منځه وړي دي.
په ورته وخت کې په لندن کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې اسراٸيلو د مصياف په سیمه کې پر یوه ساینسي څېړنیز مرکز برید کړی. د سوریې د بشري حقونو د څار د ادارې د مشر په وینا اسراییلو د هغه ودانۍ ویجاړه کړې ده د حماه ښار په لوېديځ کې د مصياف په سيمه کې يې د علمي څېړنو يو انستيتوت او لږ تر لږه يو ګودام په نښه کړى دى.
د يادونې وړ ده چې د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس له خوا پر اسرائيلي ملکي وګړو او پوځيانو باندې له بريد وروسته اسرائيلو په سوريه کې د ايراني ملاتړو ملېشو پر اهدافو خپل بريدونه زيات کړي او د سوريې د پوځ او ځينو سوري ځواکونو پر هوايي دفاع يې هم بريدونه کړي دي.