افغانستان

د پاکستاني پوله ساتو سره د طالبانو په نښته کې د ملکي خلکو کور سخت زیانمن شوی

ځايي سرچينو د تېرې شپې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د نښتې د ويجاړيو ويډيو رالېږلې، چې وايي د ملکي وګړو يو کور يې سخت زيانمن کړى دى.

تر اوسه د تلفاتو د شمېر په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

تېره شپه د خوست ولایت په ځاځي میدان سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده. سیمه ییزو سرچینو ویلي، په دې نښته کې یو شمېر ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

دغه راز د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب سيمه کې له پاکستاني ځواکونو سره په يوه بله نښته کې د طالبانو د يوه غړي د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.

په همدې حال کې د خوست مرستیال والي طالبانو ته امر کړی چې د هر ډول اقدام په وړاندې غبرګون وښيي. د طالبانو تر واک لاندې رسنیو هم ویلي چې محبوب شاه قانت د ځاځي میدان سیمې ته تللی او خپلو کسانو ته یې امر کړی چې د هر ډول عمل ځواب ورکړي.