د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) اعلان وکړ چې د ناروې حکومت د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
اوچا ټینګار وکړ چې ناروې، د څو کلن بسپنه ورکوونکي په توګه، په تېرو لسو کلونو کې له ١٨٩ ملیون ناروېژي کرون څخه ډېره مرسته کړې ده.
دا مرسته په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو ادارو په وار وار خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري عملیاتو لپاره د بودیجې د نشتوالي په اړه خبرداری ورکړى و.
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په افغانستان کې به تر یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان د بودیجې د نشتوالي له امله له ځانګړي تغذیې بې برخې شي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام همداراز په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په هېواد کې ۳.۹ میلیونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي.