افغانستان

ایراني چارواکي: بهرني وګړي په ایران کې د پاتې کېدو لپاره وثقې اخيستلو ته اړتيا لري

د ایران د شوراګانو او کورنیو چارو د کمیسیون مشر محمد صالح جوکار اعلان وکړ چې هغه بهرني اتباع چې په ایران کې د پاتې کېدو اراده لري باید د ضمانت يا کفالت په توګه یوه اندازه پیسې ورکړي چې له هېواد څخه د وتلو وروسته به بېرته دوی ته وسپارل شي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د بهرنیانو د سازمان شوي د مصوبې له مخې، په هوټلونو او مسافرخانو کې د خونو کرایه کول او بهرنیانو ته د استوګنې د واحدونو کرایه ورکول باید د قانون پلي کوونکو او امنیتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي. جوکار خبرداری ورکړ، که د استوګنې واحدونه له اړوندو بنسټونو سره له همغږۍ پرته بهرنیو اتباعو ته په کرایه ورکړل شي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

هغه زیاته کړه: «د بهرنیو اتباعو د کار د ځای او استوګنې په اړه معلومات باید  په دې سيسټم کې چې د دې موخې لپاره جوړ شوى، ثبت شي.»

له دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني هم اعلان کړی و چې د بهرنیو اتباعو تنظیم به ډېر ژر پیل شي او په دې برخه کې به لومړی ګام د غیر قانوني او بې جوازه اتباعو ایستل وي. هغه د پنجشنبې په ورځ ( وږي ١٥مه) فارس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل: «خلک باید ډاډه شي چې د بهرنیانو د تنظیم پلان به په پوره او مناسب پلان سره د سیمه ییزو او ګاونډیو ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره پلي شي.»

په دې وروستیو کلونو کې ایراني چارواکو په پرله پسې ډول د هغو افغان کډوالو پر شړلو او بېرته ستنولو ټینګار کړی چې په ایران کې په ناقانونه توګه اوسېږي.