افغانستان

د احمد شاه مسعود د مړینې ۲۳ تلین

نن د وږي ۱۸مه د احمد شاه مسعود د مړینې ۲۳مه تلين دى. تېر افغان حکومت ورته د «ملي اتل» لقب ورکړی و.

احمد شاه مسعود د١٣٨٠هـ لمريز کال د وږي په ١٨مه( ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ٩مه) د دوو مراکشي بریدګرو له خوا چې ځان یې خبریالان معرفي کود، ووژل شو.  له دې پېښې یوازې دوه ورځې وروسته په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې وشوې.

مسعود د دوست محمد خان زوی، د ١٣٣٢ کال د وږي په ۱۱ مه د پنجشېر ولایت په جنګلک سیمه کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په پنجشیر کې پیل کړې او د پلار د کډه کېدو له امله یې په هرات او بیا کابل کې خپلې زده کړې پاى ته ورسولې.

په ١٣٥٢ کال کې د کابل پولی تخنیک د انجینرۍ په پوهنځي کې شامل شو او په همدې وخت کې د افغانستان د اسلامي تحریک غړیتوب کې هم ومنل شو. په ١٣٥٤هـ لمريز کال کې مسعود د هغه وخت د حکومت پر وړاندې د پنجشیر د لومړي پاڅون قومانده په غاړه واخیسته.

مسعود هغه وخت مشهور شو چې په ١٣٥٠مه لسیزه کې یې د شوروي ځواکونو پر ضد جهاد پیل کړ. هغه د هندوکش په غرونو کې د شوروي پوځ پر وړاندې جګړه وکړه او پنجشېر یې د مقاومت سمبول جوړ کړ. په ١٣٦٠مه لسیزه کې، هغه د سور پوځ یو له مهمو مخالفو قوماندانانو څخه پېژندل شوی و او د پنجشیر په دره کې یې د شوروي شپږ لوی بریدونه شنډ کړل.

د نجيب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته مسعود د مجاهدينو په  اسلامي حکومت کې د دفاع وزير وټاکل شو، خو هېواد ډېر ژر کورنۍ جګړې ته داخل شو. د شوروي پوځ پر وړاندې د مجاهدینو له بریا سره سره بیا هم دوی په حکومت کولو کې پاتې راغلل او داخلي جنجالونه یې په ځانګړې توګه په کابل کې د زرګونو کسانو د مرګ ژوبلې او پراخې تباهۍ لامل شول.

پرجاهدینو یوه عمده نیوکه دا ده چې دوی په هېواد کې د سولې او ثبات په راوستلو کې پاتې راغلي او بالاخره په کورنیو جګړو کې ښکېل شول.