نړۍ

په تېرو دوو ورځو کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۶۱ کسان وژل شوي دي

په تېرو دوو ورځو کې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په پایله کې شاوخوا ۶۱ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اوربند هوکړې ته د رسېدو او په غزه کې د اسراٸیلو او بهرنیو یرغمل شویو خوشې کولو لپاره څو ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.

اسراييلي ځواکونو پر دوو پخوانيو ښوونځيو هوايي بريدونه کړي، چې يو يې د غزې په ښار کې او بل په جباليه کې د بې ځايه شويو خلکو پناه اخيستنې ځاى و. ډاکټرانو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې د حماس هغه وسله وال په نښه شوي چې د ښوونځي په انګړ کې يې فعالیت کاوه. د غزې په ښار کې پر یوه کور په برید کې پنځه نور کسان وژل شوي، چې د شنبې په ورځ یې شمېر ۲۸ ته ورسېد.

حماس وايي، په غزه کې يې د ټانک ضد راکټونو او هاوانونو په کارولو سره د اسراييلي ځواکونو پر ضد جګړه کړې او په ځينو مواردو کې يې د ټانکونو او پوځي وسايطو په نښه کولو لپاره بمونه کارولي دي.

د سي آی اى مشر او د امریکا د مرکچي پلاوي مشر ویلیم برنز په لندن کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د اوربند لپاره کره  وړاندیز وړاندې شي.

په لسګونو زره اسراٸيلیانو په تل آويو او نورو ښارونو کې لاريونونه وکړل او د اسراٸیلو له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو څخه یې وغوښتل چې د پاتې ۱۰۱ یرغمل شویو خوشې کولو لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي.