نړۍ

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې په بریدونو کې پنځه تنه ووژل شول

اوکرایني چارواکي وايي، د اوکراین په ختیځ دونتسک سیمه کې د روسیې په بریدونو کې پنځه تنه ووژل شول.

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د دونتسک والي وادیم فلاشکین اعلان کړی چې د کوستیانتینیفکا په ښار باندې د روسیې په برید کې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي او په تورتسک ښار باندې د روسیې په برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

د برېټانيا د دفاع وزارت د استخباراتي راپورونو په حواله، په دونتسک کې د روسيې د پوځ د پرمختګ خبر ورکړ. د دې وزارت په وینا، روسي ځواکونو د ووهلدر ښار په شاوخوا کې «ډیر تاکتیکي لاسته راوړنې» ترلاسه کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ د اوکراین په ختیځ کې«په بې ساري سرعت» پرمختګ کړى او هره ورځ د دغو سیمو څو مربع کیلومتره خاوره نیسي.

له بلې خوا، متحده ایالاتو اوکراین ته د لوېدیځو وسلو په کارولو د روسیې په خاوره کې ژور برید کولو شین څراغ نه دی ښودلى.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین د کییف تکراري غوښتنو ته په ځواب کې ويلي چې دا ډول اقدام د جګړې په ډګر کې «لوی توپیر» نشي رامنځته کولی.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په جرمني کې د «اوکراین د دفاعي تماس ډلې» په غونډه کې له لوېدیځو هېوادونو غوښتي وو چې د دې هېواد په خاوره کې د روسیې د پوځي پوستو په نښه کولو لپاره د اوږده واټن ویشتونکو وسلو له کارولو د کییف د منع کولو په اړه پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.