افغانستان

کندز ته د هبت الله اخندزاده سفر او د طالبانو له غړو څخه د هغه تکراري غوښتنې

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندز کې په یوه غونډه کې یو ځل بیا له خپل امر لاندې خلکو غوښتي چې له هر ډول اختلافاتو دې ډډه وکړي او «اطاعت» وکړي.

د طالبانو د دغو سفرونو انځورونه نه دي خپاره شوي او دا هم نه ده څرګنده چې دا لیدنې څنګه ترسره کیږي.

د طالبانو مشر دا غوښتنه تر دې وړاندې هم څو ځلې تکرار کړې ده. په دې وروستیو میاشتو کې هغه ته منسوب هرې وينا کې ویل شوي چې هبت الله له خپلو لاس لاندې خلکو غوښتي چې له اختلافاتو ډډه وکړي.

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلافات دوام لري.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دفاع وزارت وايي، اخندزاده د طالبانو د ۲۱۷ عمري قول اردو له غړو او یو شمېر «دیني عالمانو» سره کتلي دي.

هغه ويلي اختلافات به د «بې اعتمادۍ او ناکامۍ» لامل شي.

د طالبانو مشر له نږدې یوې اونۍ راهیسې د هېواد شمالي او شمال لوېدیځو ولایتونو ته سفرونه پيل کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبانو مشر په اخلاص، تقوا او اطاعت په ټینګار له ټولو چارواکو وغوښتل چې له هر هغه اختلاف څخه ډډه وکړي چې د بې باورۍ او ناکامۍ لامل شي.»

د طالبانو مشر چې په تېرو درېیو کلونو کې یې عکس نه دی اخیستل شوی او کله ناکله یې د طالبانو لخوا په کندهار کې د جمعې په لمانځه کې د ګډون ادعا شوې، څو ځلې یې د خپل ځان په اطاعت ټینګار کړی دی. آن تردې چې ويلي يې دي، چې د هغه خلک باید د هغه په ​​​​وړاندې د بې روحه بدنونو په څېر وي.

خو د ځان په اطاعت د طالبانو د مشر پرله پسې ټینګار څه معنا لري؟

د پوهنتون استاد اصف مبلغ وايي، «د طالبانو تر منځ د اختلاف په تاریخ کې ریښې لري. طالبانو تر واک ته له رسېدو مخکې ژور اختلافات درلودل او اوس د طالبانو تر منځ ژور اختلافات شته.»

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ وویل، «د طالبانو تر منځ د نظر اختلاف شته، خو هغوی له تېر څخه زده کړي دي او هڅه کوي چې په خپلو کړنو کې سره متحد شي.»

په طالبانو پورې تړلو کسانو پر اېکس ټولنيزه شبکه  ليکلي چې هبت الله اخندزاده د کندز له سفر وروسته تخار ته تللی.

 د هغه جزئیاتو پر بنسټ، چې تېره اونۍ د هغه د سفرونو په اړه خپاره شوي، د طالبانو مشر یوازې له طالب چارواکو او دیني عالمانو سره کتلي دي.

د هغه څه چې د ځینو خلکو په باور د طالبانو مشر له خلکو او د هغوی د ستونزو په وړاندې بې پروا دی.

تر دې مخکې د طالبانو د کابینې دوو لوړپوړو وزیرانو، د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په وار وار د طالبانو په جوړښت کې د واک پر انحصار نیوکې کړي دي. که څه هم دغه کسان له درې کلونو تېرېدو وروسته هم له خپلو څوکیو نه دي لیرې شوي او یا پر بلې څوک نه دي ګومارل شوي.

هغه دوه وزیران چې د طالبانو د پخوانیو چارواکو اولادونه دي او د هېوادوالو په اند خپله د طالبانو په منځ کې د واک د انحصار یوه بیلګه ده.