افغانستان

سرچینې: طالبان د هرات د اوسېدونکو ټلیفونونه پلټي

په هرات کې ځایي سرچینو آمو تلویزیون ته ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف مامورين د ښار په واټونو کې د ځوانانو ګرځنده ټليفونونه پلټي.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پلټنې د سنبلې په ١٧مه د هرات ښار په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوې دي. همداراز راپور ورکړل شوى، چې طالبانو يو شمېر ګرځنده ټليفونونه هم ضبط کړي دي.

سرچینې ټینګار کوي چې په دغو پلټنو کې د طالبانو اصلي تمرکز پر ځوانانو دی.

په همدې حال کې په هرات کې که څه هم د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس احمدالله متقي د طالبانو د امر بالمعروف مامورينو لخوا د دغه ډول پلټنو ترسره کېدل تاييد نه کړل، خو ټينګار يې وکړ چې د مجاري فضاء د کارولو مخه بايد ونيول شي.

هغه وايي چې په هېواد کې دننه او بهر ځینې خلک د «طالبانو د مشرانو او دیني ارزښتونو په وړاندې د منفي تبلیغاتو» لپاره مجازۍ فضاء کاروي.

متقي همداراز زیاته کړه چې ګرځنده تلیفون شخصي وسیله ده او «هیڅوک حق نه لري چې د خلکو شخصي وسایل له اجازې پرته وپلټي»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت طالبانو یو نوی قانون اعلان کړ، چې له مخې یې د ښځو پر حقونو او ازادۍ نور محدودیتونه وضع شول. د دغه قانون له مخې د طالبانو د امربالمعروف  مامورينو ته اجازه ورکول کېږي چې خلک«لفظي وګواښي او بندیان يې کړي».