د يوګليون څلورم امنيتي کنفرانس د ۲۰۲۰لسیزه کې جګړې او سولې په اړه د وږي په ١٦ او ١٧مه د پولنډ په یوګیلون پوهنتون کې جوړ شو.
دغه کنفرانس د«د دښمنو هېوادونو عصر: په لسیزه کې د سولې او جګړې په اړه بحث» تر سرلیک لاندې جوړ شوى دی.
په دې کنفرانس کې لسګونو څېړونکو، د پوهنتون استادانو او د دوکتورا محصلینو برخه اخیستې ده.
د افغانستان په پخواني حکومت کې لوړپوړي امنیتي چارواکي او د امنیتي مطالعاتو په برخه کې د دوکتورا محصل بسم الله تبان په دې غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه طالبان د سیمې او نړۍ امنیت ته ورځ تر بلې خطر زياتوي.
نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې طالبانو په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په څېر ډلو د فعال حضور لپاره شرایط رامنځته کړي دي.
د هغه په باور، افغانستان اوس د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی.
ښاغلي تابان همداراز وویل چې له واک ته رسیدو راهیسې طالبانو شاوخوا ۷۰ فرمانونه او قوانین صادر کړي چې د ښځو حقونه یې محدود کړي او افغانستان یې د ښځو لپاره په عامه زندان بدل کړی دی.
هغه ټینګار وکړ چې طالبانو په قصدي توګه د هزاره مېشتې سیمې د خپلو امنیتي تدابیرو څخه ایستلي دي چې د داعش په څېر ترهګرو ډلو ته یې د توکمیزو ډلو په نښه کول آسانه کړي دي.
ښاغلي تابان په افغانستان کې د تروریستي ګواښ د مخنیوي لپاره نړیوالې ټولنې ته هم سپارښتنې وکړې:
د رژيم او د طالبانو د مشرتابه پر اقتصادي فعاليتونو واقعي بنديزونه لګول؛
د طالب چارواکو پر سفرونو د نه زغملو محدودیتونو لګول؛
د نړیوالو بشردوستانه مرستو د څارنې لپاره د یو شفاف او عملي میکانیزم رامنځته کول ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا حقیقي اړو کسانو ته رسیږي؛
په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي تبعیض په رسميت پیژندل؛
د طالبانو ضد خوځښتونو لکه مدني ټولنې، رسنۍ او نظامي جبهې لکه د ازادۍ جبهې او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړ.
د کنفرانس تنظیموونکي ارتور ګروشچاک، د دغه کنفرانس موخه فکر کونکو ته د نن ورځې ترټولو مهم امنیتي ننګونو په اړه د خبرو اترو لپاره یو ځای چمتو کول ياد کړي دي.