افغانستان

طالبانو په بامیان او میدان وردګ کې ۴ تنه په عام محضر کې په درو ووهل 

د جسمي مجازاتو په دوام، طالبانو په بامیان او میدان وردګ کې ۴ تنه «له کوره د تېښتې» او « لواطت» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هر یوه یې ۳۹ درې وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دغو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړى چې هر یو یې په یو کال بند محکوم کړى دی.

طالبان همداراز وايی  په میدان وردګ ولایت کې دوه سړي په عام محضر کې د «لواطت یا له نارینه سره د نارينه د جنسي اړیکو» په تور په په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې نن (شنبېه، وږي۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې هر یو سړی ۳۹ درې وهل شوی دی.

دوی همدارنګه په دوه کاله بند هم محکوم شوي دي.

څلور ورځې وړاندې طالبانو په لوګر او پروان ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه په عام محضر کې په درو ووهل.

په څه کم دوو اونیو کې طالبانو په مختلفو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو په «عام محضر» کې د جسمي مجازاتو، په ځانګړې توګه په درو وهلو ته دوام ورکړی دی.

د آمو ټلویزیون د راټولو شویو شمېرو له مخې، د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۷ ښځو په ګډون یې له ۶۱۰ ډېر کسان په عام محضر کې  په درو وهلي دي.