افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي

د اوچا لخوا د مرستو د وېش د بهیر انځور

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۲۴ کال د مې او اکتوبر ترمنځ په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ دي.

له دې جملې څخه ۲.۴ میلیونه کسان په څلورم پړاو (د لوږې بېړني حالت) کې دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې ۳،۹ میلیونه وګړي په سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې ۲،۸ میلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې به په دغه هېواد کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په دې راپور کې د امربالمعروف وزارت د نوي قانون ته هم اشاره شوې ده.

د خوړو نړیوال سازمان په وينا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه  پلاوي دفتر د دغه قانون د څو مادو په اړه له طالبانو څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تر اوسه یې پر خپلو عملیاتو د طالبانو د نوي قانون کوم اغېز نه دی لیدلی، خو وضعیت څاري.

په راپور کې راغلي: «دا قانون حاکمو چارواکو [طالبانو] ته پراخ اجرایوي واکونه ورکوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه  پلاوي دفتر د دغه نوي قانون په اړه اندېښنه ښودلې او د یو شمېر مادو او د پلي کېدو د پلانونو په اړه یې له حکومتي چارواکو د وضاحت غوښتنه کړې ده.»

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز وايي چې د وچکالۍ د پاتې اغېزو له امله کرنیزي ستونزي دوام لري.