د افغانستان د امنیت د څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي، د روان کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۵ امنیتي پېښې شوې دي.
د موندنو له مخې، ۲۴ پېښې د مقاومت جبهې، پنځه د ازادۍ جبهې، دوه د ناپېژانده عاملینو او یوه د افغانستان د خلکو د اقتدار په جبهه پورې اړه لري.
د افغانستان د امنیت د څار بنسټ وايي، داعش د درېیو امنیتي پېښو مسٶول دي.
د افغانستان د امنیت د څارن په وینا، د طالبانو او داعش ضد جبهې ادعا کړې چې د اګست په میاشت کې یې د طالبانو ۶۹ غړي وژلي او ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي. د روانې میاشتې په اوږدو کې د داعش په بریدونو کې اوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د دې بنسټ د معلوماتو له مخې په کابل او ولایتونو کې هم د ناپېژاندو عاملينو لخوا دوه پېښې رامنځ ته شوې دي. چې د د تاجکستان انصارالله په يوه غړي او د طالبانو د امربالمعروف په يوه آمر د ننګرهار ولايت په مومنددرې ولسوالۍ کې بريد ثبت شوى دى.
راپور وايي، د هغو پېښو شمېر چې د طالبانو ضد جبهې له خوا ادعا شوي د جولای په پرتله په سلو کې ۳۶ سلنه کم وو.
راپور وايي: «د هغو پېښو شمېر چې د خپلواکو منابعو له خوا تأیید کېدای شي له دې شمېرې ډېر کم دی. له ۳۵ پېښو څخه یوازې ۱۷ یې د خپرو شویو اسنادو او شته راپورونو پر بنسټ خپلواکو سرچینو تایید کړي دي.»
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په وار وار ادعا کړې چې د دوی په تر واک لاندې افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی دی. خو د داعش د بریدونو په ګډون امنیتي پېښې دوام لري.
تېره ورځ د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند قلعه بختار کې د داعش په برید کې ۲۳ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.