نړۍ

رویټرز: امریکا او عراق د ایتلافي ځواکونو پر وتلو هوکړې ته رسېدلي

د امريکا متحده ايالات او عراق له دغه هېواده د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو د وتلو پر پلان هوکړې ته رسېدلي دي.

رویټرز د سرچینو په حواله ویلي، دا پلان چې په عمومي ډول پرې هوکړه شوې، د دواړو هېوادونو وروستي تاييد ته اړتیا لري.

سرچینو د وينا پر بنسټ، امریکا به د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له عراقه خپل سلګونه سرتېري وباسي او پاتې نور به یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه ياد هېواد پرېږدي.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي: « موږ یوې موافقې ته رسېدلي یو، اوس یوازې مسٸله دا ده چې د وتلو وخت یې اعلان کړو.»

متحده ایالات او عراق همدارنګه په دې کار کوي چې نوې مشورتي اړیکې رامنځته کړي چې ممکن له وتلو وروسته په عراق کې د یو شمیر امریکایي سرتېرو حضور ته زمينه برابره کړي.

د رويټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې دا تړون څو اونۍ وړاندې په رسمي توګه اعلان شي، خو په غزه کې د اسراٸیلو د جګړې په اړه د سیمه ییز تاوتریخوالي د زیاتوالي او د ځینو پاتې جزیاتو د حل له امله وځنډول شو.

ډېری سرچینو ويلي چې دا تړون ممکن د دې میاشتې په پیل کې اعلان شي.

د عراق د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار فرهاد علاالدین ویلي، له واشنګټن سره د ایتلافي ځواکونو د وتلو په اړه تخنیکي خبرې پای ته رسېدلې دي.

هغه وویل، «موږ اوس د عراق او د نړیوال ایتلاف د غړو ترمنځ د اړیکو د یوې نوې کچې د حرکت په درشل کې یو چې په پوځي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې پر دوه اړخېزو اړیکو متمرکز دي.»

خو د رویټرز په وینا عراقي چارواکي د پلان د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه هوکړه د بغداد او واشنګټن ترمنځ له خبرو شپږ میاشتې وروسته شوې ده.

متحده ایالات په ٢٠١٤ کال کې د داعش سره د مبارزې لپاره د جوړ شوي ایتلاف د یوې برخې په توګه په عراق کې شاوخوا ٢زره٥٠٠ سرتېري او په ګاونډي سوریه کې ٩٠٠ سرتېري ځاى پرځاى کړل، چې اوس هم فعاليت لري.