ښځې

په دايکندى کې ښځينه خبريالانې په سيمه ييزو رسنيو کې له کار کولو منع شوې

دایکندي څخه سیمه ییزو سرچینو آمو ته تایید کړې چې د دغه ولایت امر بالمعروف محتسبانو ښځینه خبریالانو ته امر کړی چې د رسنیو د کارونو او فعالیتونو لپاره دې خصوصي رسنیو ته نه حاضریږي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د امربالمعروف محتسبان نن (د وږي ١۵مه) سيمه ييزو رسنيو ته تللي او ښځينه خبريالانو ته يې ويلي، چې د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون او د نويو لارښوونو له مخې، ښځې په رسنیو کې له کار کولو منع دي.

سرچينې وايي ، د امربالمعروف محتسبينو د رسنيو مسوولينو ته خبردارى ورکړى، چې په خپلو رسنيو کې دې نورې ښځينه کارکوونکې ونه ګماري او که له دې امره سرغړونې وکړي، د دوی رسنۍ به بندې شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دولتي چارواکو نارينه خبريالانو ته ويلي چې ږيره پرېښودل واجب دي او بايد لنډې يې نه کړي.

د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون تر توشيح مخکې د دايکندي والي د طالبانو ټولو دولتي ادارو مسوولينو ته امر کړى و، چې هېڅوک حق نه لري له خصوصي رسنيو سره ويډيويي مرکې وکړي او نه هم له دولتي غونډو او دفترونه څخه  عکسونه په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې خپاره شي

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې طالبانو د « امربالمعروف او نهى عن المنکر» نوی قانون توشيح او خپور کړ.

د دغه قانون له مخې د ښځو غږ نامحرم ګڼل کېږي او له همدې امله په عامه ځایونو کې د غږ پورته کولو اجازه نه ورکول کېږي.

د دغه قانون په دیارلسمه ماده کې راغلي چې په لوړ غږونو( په ډلييزه توګه سندرې، نعت ویل او تلاوت کول) حرام دي او په رسنیو کې د ژوندیو انځورونو خپرول هم منع دي.

دغه قانون کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له نویو بندیزونو سره له طالبانو سره د نړۍ تعامل د پخوا په پرتله ستونزمن شوی دی.