افغانستان

 یوناما په کابل کې د دوشنبې ورځې برید وغانده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په کابل کې د دوشنبې ورځې برید وغانده.

یوناما پر اېکس لیکلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی یوازې د لسیزو جګړو کړاوونه اوږدوي.

دغه سازمان ويلي، «موږ له قربانیانو سره خپل پیوستون څرګندوو او د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کوو.»

دغه برید د دوشنبې په ورځ د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه بختیار کې شوی دی.

طالبانو په دغه برید کې د شپږو تنو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې، خو نورې سرچینې بیا د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ بولي.

داعش د یوې خبرپاڼې  په خپرولو د دغه برید مسٶولیت پر غاړه واخيست.

داعش په ياده خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه برید کې د طالبانو په ګډون له ۴۵ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځانمرګی بریدګر په دروازه کې د کارکوونکو انتظار ويست، چې له مرکزي دروازې ووځي او خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړي.