نړۍ

زیلینسکي په خپل حکومت کې د ستر بدلون فرمان صادر کړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر دغه هېواد د روسیې د برید له پیل راهیسې په خپل حکومت کې د پراخ بدلون امر کړی او ویلي یې دي چې اوکراین «نوې انرژۍ» ته اړتیا لري.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، «ښاغلي زیلینسکي د سه شنبې په ورځ د وږي په ۱۴ مه د ایرلنډ له لومړي وزیر سیمون هرېس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، موږ نن نوې انرژۍ ته اړتیا لرو او دا ګامونه یوازې په بېلابېلو برخو کې د هېواد پياوړتيا له امله پورته شوي دي..»

په دغو سترو بدلونونو کې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر ډیمیټرو کولبا په ګډون شپږو وزیرانو له خپلو دندو استعفا وکړه. پارلمان د څلورو وزیرانو استعفاوې منلې، چې په کې د لومړي وزیر د مرستیال په ګډون د اروپا د ادغام مسوول او د ستراتیژیکو صنایعو وزیر چې په اوکراین کې د وسلو د تولید څارنه کوي.

له زیلینسکي وروسته، ۴۳ کلن کولبا په بهر کې د اوکراین تر ټولو مشهوره څېره وه، چې د نړۍ له مشرانو سره یې د هغوی د پوځي او سیاسي ملاتړ د جلبولو په موخه کتل.

د هغو نوماندانو په لېست کې چې د مستعفي وزیرانو  پرځاى د ځای پر ځای کولو لپاره په پام کې نیول شوي، د بهرنیو چارو د وزارت لومړی مرستیال آندري سيبيها د کولبا د احتمالي ځای ناستي په توګه یاد شوی دی.

له بلې خوا روسیې د دغو بدلونونو په غبرګون کې ویلي، چې په اوکراین کې د حکومت بدلونونه به په هیڅ صورت د سولې د خبرو اترو پر بهیر اغیز ونه کړي، که څه هم په بنسټیزه توګه د دغو خبرو اترو امکان نشته.

د يادونې وړ ده چې د اوکراين په حکومت کې ستر بدلونونه په داسې حال کې کېږي چې روسي ځواکونه د اوکراين په ختيځ کې د پرمختګ په حال کې دي، که څه هم اوکرايني ځواکونو د روسيې په کورسک سيمه کې هم برياوې ترلاسه کړي دي.

په دې وروستیو اونیو کې مسکو پر اوکراین خپلو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو ته زور ورکړی دی. د سې شنبې په ورځ د اوکراین په مرکزي ښار پولتاوا کې د دوو راکټونو په برید کې د څو اوکرایني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول چې د روان کال د جګړې تر ټولو خونړۍ بريد و.