افغانستان

د مقاومت جبهه: احمد مسعود به له مایک مک کال سره مجازي ناسته ولري

عکس له آرشیف څخه

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه  کې ویلي دي چې د دغې جبهې مشر احمد مسعود به د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر مایکل مک کال سره مجازي ناسته ولري.

د امریکا په کانګرېس کې د مقاومت د جبهې د مشر د حضور له غوښتنې وروسته دغې جبهې ويلي چې له احمد مسعود پرته به یو پلاوی واشنګټن ته سفر وکړي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: « د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر د دغې جبهې په استازيتوب واشنګټن ته يو پلاوى لېږي. په ورته وخت کې، احمد مسعود به د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر ښاغلي مک کال سره مجازي خبرې وکړي.»

د مقاومت جبهې زیاته کړه چې تمه ده دغه خبرې اترې د امریکا د کانګرېس او د افغانستان د خلکو د مشروع استازو تر منځ د بامعنی خبرو اترو نوی بهیر پیل کړي.

تر دې مخکې د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال اعلان کړی و چې د وږي په ۲۰ مه به د احمد مسعود په ګډون د مقاومت د جبهې له استازو او مشرانږ سره وګوري.

مایکل مک کال ويلي و، چې دی د احمد مسعود د خبرو اورېدو ته په ډېر لېوالتیا سره انتظار باسي چې خپل خلک له طالبانو آزاد کړي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وویل چې دی او ټیم یې له ډېرې مودې راهیسې له ښاغلي مسعود او د مقاومت له جبهې سره په پرله پسې ډول تماسونه لري.