ښځې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: طالبان ښځينه اعتراض کوونکې مجازات کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي، کومې ښځې چې د طالبانو د تګلارو پر ضد لاریون کوي، له سوله ییزو حقونو او د بیان له ازادۍ محرومې او له سزا سره مخ کېږي.

دغې شورا د خپلې ۵۷مې کلنۍ غونډې په څنډه کې په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو د یو لړ حکمونو له لارې پر افغان ښځو او نجونو بندیزونه لګولي دي.

راپور وايي چې دې بندیزونو په عامه او سیاسي ژوند کې «عملا د ښځو او نجونو فرصتونه له منځه وړي دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ټینګار کوي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو لګول شوي محدودیتونه او کنټرولونه پراخ او سیستماتیک دي او د جنسیتي ځورونې یوه بڼه ده.

په راپور کې راغلي: «د ښځو د حرکت ازادي محدوده ده چې د ٧٨ کیلومترو څخه ډېر سفر لپاره بايد محرم (نارینه ملګري) ولري. د ښځو دندې په عمده توګه د روغتیا، ابتدايي زده کړو، په هوایي ډګرونو او توقیف ځایونو کې امنیت، ځینې تولیدي سکټورونه، د ځینو ښځو سوداګرۍ او په ریښتینې اداره کې ځینې دندو پورې محدود دي.»

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۰نېټه په افغانستان کې ښوونیز کال به بیا پیل شو، خو د طالبانو د پرله پسې بندیزونو له امله افغان نجونې له ښوونځیو محرومې شوې دي.

په دغه راپور کې ۵زره افغانیو ته ښځینه دولتي کارکوونکو د معاش د کمښت یادونه هم شوې ده.