افغانستان

سرچینه: د کابل د دوشنبې د ورځې په برید کې ۳۴ تنه وژل شوی

 طالبانو تر واک لاندې د څارنوالۍ په دفتر کې یوې سرچینې آمو ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې څارنوالۍ  ته څېرمه په ځانمرګي برید کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره، ډېری قربانیان څارنوالان وو.

په همدې حال کې د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه  کې ویلي چې په برید کې ۱۶ څارنوالان وژل شوي دي.

طالبانو د دغه برید کې د تلفاتو شمېر شپږ تنه ښودلى و.