افغانستان

د افغانستان د څارنوالانو ټولنه: په کابل کې د دوشنبې ورځې په برید کې ۱۶ تنه څارنوالان وژل شوي

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې په کابل کې د دوشنبې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې لږ تر لږه ۱۶ څارنوالان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي دي.

دې ادارې همداراز ویلي چې د طالبانو د ادعاوو برعکس، «په افغانستان کې هر اړخیز امنیت نشته او بښنه او هراړخېز امنیت حقیقت نه لري.»

د دغه ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، «د دغه برید ماهیت د جمهوري ریاست په دوره کې د عدلي او قضايي ارګانونو پر کارکوونکو له ترهګریزو بریدونو سره توپیر نه لري.»

په خبرپاڼه کې د فاکس نیوز په حواله ویلي شوي چې څارنوالان د طالبانو په ګډون د «ترهګرو ډلو» د غچ اخيستونکو موخو يوه برخه دي.

دغه برید د دوشنبې په ورځ د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه بختیار کې شوی دی. طالبانو په دغه برید کې د شپږو تنو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې، خو نورې سرچینې بیا د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ بولي.

د اسلامي دولت ډلې د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د طالبانو په ګډون تر ۴۵ ډېر کسان پکې وژل شوي او ټپیان دي.