نړۍ

ازبکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د امنیتي سرمشریزې کوربه دى

ازبکستان نن او سبا په سیمه کې د ګواښونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د یوې غونډې کوربه دی.

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې تاشکند د شانګهای د همکارۍ سازمان د لسم نړیوال علمي او عملي ناستو او د ترهګرۍ او سختدريځۍ پر وړاندې د ګډو ګټو د دوهم کنفرانس د یوې برخې په توګه د غونډو کوربه دی.

د ازبکستان د استخباراتو مشر په دې ناسته کې ويلي چې د شانګهاى د همکاريو سازمان او د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په فضا کې پېچلې او متضاد پوځي-سياسي بهيرونه د نړيوالې ترهګرۍ او مذهبي سختدريځۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سيمې د هېوادونو د اقداماتو د پياوړتيا او همغږۍ ته اړتيا لري.

د رسنيو د راپورونو له مخې، دغه ازبکستاني چارواکي ټینګار وکړ چې افغانستان باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې پاتې نه شي.

هغه د غونډې ګډونوالو ته وویل، «افغان حکومت [طالبان] د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي. افغان [طالبان] استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې د مبارزې په لومړي سر کې دي او روښانه پایلې یې ترلاسه کړې دي. له همدې امله، موږ باید د دې مسلې په وړاندې خپل افغان [طالبان] ملګري یوازې پرېنږدو.»

د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړو په ګډون د سیمې هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه، چې د دوی خاورې ته ګواښ دی، اندېښنه ښودلې ده.

افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی دی، خو د طالبانو له واکمنۍ راهیسې هیڅ افغان استازي په رسمي توګه د دې سازمان په غونډو کې ګډون نه دی کړی.

پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ایران، چین، هند، روسیه او ازبکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان رسمي غړي دي.