سویلي آسیا

متیو مېلر: امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له پاکستان سره «اوږه په اوږه» ولاړه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

ښاغلي مېلر دغه څرګندونې په بلوچستان ایالت کې د تېرې اوونۍ د برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا برید «ترهګريز» بللی او غندلی یې دی.

هغه وویل، «متحده ایالات او پاکستان د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو په وړاندې په مبارزه کې ګډې ګټې لري او موږ به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان ترڅنګ ودرېږو.»

تر دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې په دغه هېواد کې د امنیت ضد بریدونو شمیر د اګست په میاشت کې له ۳۸ څخه په جولای کې ۵۹ ته لوړ شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په یوه غونډه کې وویل، یوازې تېره میاشت په دغه هېواد کې ۵۹ ترهګریز بریدونه شوي دي.