د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بینټ په کابل کې د دوشنبې د ورځې د بريد د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه .
ښاغلي بینټ دا برید «ټکان ورکوونکى» بللی او ویلي یې دي چې هیڅ څه نشي کولی دا ډول «تاوتریخوالی» توجیه کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي زیاته کړه، «مسوول کسان [مرتکبین] باید له بشپړې څېړنې او عادلانه محاکمې وروسته عدالت ته وسپارل شي.
دغه برید د دوشنبې په ورځ د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه بختیار کې شوی دی.
طالبانو په دغه برید کې د شپږو تنو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې، خو نورې سرچینې بیا د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ بولي.
داعش د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخيست.
داعش په دغه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه برید کې د طالبانو په ګډون تر ۴۵ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانمرګی بریدګر د پېښې په ځای کې انتظار ويست چې کارکوونکي له مرکزي دروازې ووځي او خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړي.