په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په کابل کې د دوشنبې ورځې برید وغانده.
طالبانو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بختیار کلا په برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
خو نورې سرچینې بیا د وژل شویو شمېر تر دې زیات بولي.
آغلې امیري پر اېکس لیکلي: «زه په کابل کې پرونی (دوشنبه) بې رحمانه ترهګریز برید په کلکه غندم.»
داعش د يوې خبرپاڼې په خپرولو د دغه برید مسوولیت پرغاړه واخيست.
داعش په دغه خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه برید کې د طالبانو په ګډون تر ۴۵ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.