د اسلامي دولت ډلې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې څارنوالۍ پر دفتر د خونړي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.
داعش په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه برید کې د طالبانو په ګډون تر ۴۵ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانمرګی بریدګر د پېښې په ځای کې د کارکوونکو لپاره په انتظار و چې له مرکزي دروازې ووځي، څو خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړي.
داعش همداراز ادعا کړې چې «دا برید د طالبانو په زندانونو کې د مسلمانو بندیانو په غچ کې ترسره شوی، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې دوی د بګرام بدنام زندان ته د امریکایانو د دورې او د بندیانو په وړاندې د هغه د کړنو په تکرار کې لېږدول شوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.