Uncategorized @ps

په هرات کې د بازار اکثره هټيوالې ښځینه زده کوونکې دي

د هرات ولایت په یوه سوداګریز مارکیټ کې اکثره هټیوال ښځینه زده کوونکې دي. د هرات ښار په فردوسي مارکېټ کې ۷۵ دوکانونه د نجونو او مېرمنو له خوا پرمخ وړل کېږي، چې ډېری يې له زده کړو بې برخې نجونې دي.

دغه نجونې وايي، طالبان باید ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او نور د ښځو او نجونو له اساسي حقونو څخه سرغړونه ونه کړي.

ناهید صدیقي په یوولسم ټولګي کې وه چې طالبانو ښوونځي ته د نجونو د لاسرسي مخه ونیوله.

یو محصل چې شل کاله عمر لري، اوس هټیواله ده او په بازار کې د نجونو او ښځو لپاره جامې پلوري.

هغه وايي چې د خپګان د مخنیوي لپاره یې دوکانداري پیل کړه.

هغه زياتوي: «څنګه چې ښوونځي تړل شوي، پوهنتونونه تړل شوي دي. موږ په کور کې له ناستو ستړي وو. ما سوداګرۍ ته مخه کړه. ځکه موږ غوښتل چې پر ځان بسیا شو.»

یو شمېر هټیوالې وايي، وروسته له هغه چې طالبانو پر زده کړو بندیز ولګاوه دوى له خپګانه د ځان ساتنې لپاره په بازار کې کار پيل کړ.

هټیواله هايده امیري وايي: «موږ ډېر محدودیتونه لرو او هره کورنۍ د خپلو شرایطو او ستونزو سره سم یو څه کوي. د کور شرایطو موږ دې ته اړ کړو چې بهر لاړ شو او یو څه وکړو.»

یو هټیواله، یوسفي وايي: «د دې لامل دا دی چې موږ له زده کړو لرې یو. موږ له کاره هم ليرې یو. موږ بیا دلته د پلورنځي د جوړولو لپاره د وروستي حل په توګه راغلي یو.»

١٠٨١ورځې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو لپاره تړلي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده کړو په وزارت کې یوې باوري او باخبره سرچینې آمو ته ویلي چې د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده ته نږدې نورو کسانو قسم کړى چې د نجونو پر مخ به ښوونځي او پوهنتونونه نه خلاصوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه چارواکي همداراز آمو ته ویلي چې د طالب مشر او د هغه د خپلوانو تر منځ د ژمنې له مخې به هېڅکله ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانېستل نشي. سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو مشر د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانستل د «لوېديځ او امريکا امرونو ته د تسليمېدو» په معنا ګڼي.