افغانستان

څارنوال الهام الدين يمين د کابل پرونۍ چاودنې له قربانيانو یو تن قرباني

سرچینو تایید کړې، چې څارنوال الهام الدین یمین په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د چاودنې له قربانیانو څخه دی.

طالبانو په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر شپږ تنه ښودلی، خو سرچینې بیا د قربانیانو شمېر تر دې زیات بولي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.