افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له غونډې مخکې سیمې ته د ریچارډ بینټ سفر

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وايي، راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا تر غونډې مخکې دې سیمې ته سفر کوي. نوموړی د ترکیې له سفر وروسته اوس قطر ته رسېدلی دی.

ښاغلي بینټ په یوه پیغام کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۷مه غونډه به راتلونکې اوونۍ جوړه شي.

هغه وویل چې په وروستیو ورځو کې یې په ترکیه کې له کارپوهانو او حکومتي استازو سره لیدلي دي. نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې دی دا مهال په قطر کې دی او د ده د سفر اصلي تمرکز په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړل دي.

ښاغلي بینټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پخوانۍ غونډه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو پر چلند سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

دا په داسې حال کې ده، طالبانو افغانستان ته د ریچارډ بینټ پر سفر بندیز لګولى، چې د طالبانو دې پرېکړې پراخ نړیوال غبرګونونه راپارول.