افغانستان

   طالبانو په لوګر او پروان کې ۶ تنه په عام محضر کې  په درو ووهل   

عکس له آرشیف

طالبانو په لوګر او پروان ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو ستره محکمه وايي چې د دوشنبې په ورځ یې په پروان ولایت کې څلور تنه په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه څلور کسان په «همجنسبازۍ» تورن دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو هر یوه په ۳۹درو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې درې تنه یې په یو کال او یو بل په دوو کلونو بند محکوم شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو سترې محکمې نن په یوه جلا خبرپاڼه  کې ویلي و چې نن( دوشنبه، وږي ١٢مه) يې په لوګر کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې دوو څخه يې هر يو د «کور څخه د تېښتې» په تور ٣٩ وهل شوى دى.

 په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو محکمې دغه دوه کسان په پنځه کاله بند هم محکوم کړي دي.

د طالبانو پر درو وهلږ او نورو بدني سزاګانو باندې د بشري حقونو ډلو سختې نیوکې کړي دي. خو طالبانو تل له شريعته د خپل تعريف پر بنسټ د خپلو قوانينو پر پلي کولو ټينګار کړی دی.

د آمو د موندنو له مخې چې د روان کال د زمري په میاشت کې خپرې شوې دي، د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې  ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۸۷ کسان یې په درو وهلي دي.