افغانستان

څه باندې ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستانه ايستل شوې

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو له شړلو وروسته، پرون (يکشنبه، وږي ۱۱مه) ۲۳۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستانه شوې.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې ٦٣ کورنۍ له پاکستان او ١٧١ کورنۍ له ايران څخه راستنې شوې دي.

د راپور له مخې، ۳۲ کورنۍ د تورخم له لارې او ۳۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. دغه راز ۹۲ کورنۍ د نيمروز د پل ابرېشم او ۷۸ کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال د جبري اخراج او بې برخليکه او  له خطر سره مخ دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان کډوال شوي دي.

له دغو راستنېدونکو څخه يو شمېر يې له آمو سره په خبرو کې د خپلو ستونزو او اقتصادي ننګونو په اړه شکايتونه کړي دي.