نړۍ

په ختیځ آلمان کې د ښي اړخو ګوند تاريخي بریا

 ښي اړخي (د المان لپاره آلټرناټيو) ګوند له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ټاکنو کې تر ټولو ستره بریا خپله کړه.

دغه ګوند د ختیځ آلمان په تورینګن ایالت کې د ۳۱ سلنه رایو په ګټلو سره سیمه ییزې ټاکنې وګټلې.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا بریا د ښي اړخو لپاره یوه تاریخي بریا ده، چې د کډوالۍ سخت مخالف دي او د منځلارو ګوندونو او د جرمني د رهبر اولاف شولتس په مشرۍ واکمن ایتلاف ته یې لوی ګوزار ورکړ.

دوى بریا په هغه سیمه کې لاسته راوړه، چې د سړې جګړې پر مهال د کمونستانو تر ولکې لاندې وه.

که  ټاکنو پایلې تاييد شي، کېدای شي په آلمان کې د افراطیت د ودې په مخنیوي کې د منځلارو ګوندونو د ناتوانۍ په اړه د پراخو نیوکو لامل شي.

 یو له ښي اړخو مشرانو څخه الیس وایډل، دا بریا د ګوند لپاره «یو تاریخي بریا» وبلله. په ساکسوني کې، منځلاري ښي اړخه مسیحي دیموکراټيکه اتحادیه په سختۍ سره په لومړي ځای کې بریالۍ شوه، او د ښي اړخه افراطي ګوند په لږ توپير دویم ځای خپل کړ.

د وروستیو نظرپوښتنو له مخې د آلمان لپاره ښي اړخي آلټرناټيو ګوند په دواړو ایالتونو کې د پرمختګ په حال کې دي.

په تورینګن کې، چې پکې د ګوند ترټولو سخت دریځه ډله مېشته ده، تمه کیږي چې دا ګوند به د مسیحي دیموکراتیک محافظه کارانو څخه مخکې وي.

په اوسنيو ټاکنو کې د ښي اړخو بریا به د آلمان له پارلماني ټاکنو یو کال مخکې د شولتس س ایتلافي حکومت کمزوری کړي.

د نظرپوښتنو له مخې، د سوسیال دیموکرات ګوند رايې، چې شولتس یې غړی دی، په دواړو ایالتونو کې شاوخوا شپږ سلنه راټیټ شوی دی.