لږ تر لږه ۱۸۶ افغان کډوالې کورنۍ پرون (جمعه، وږي ٩مه)له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوې.
د طالبانو تر واک لاندې د باختراژانس دخبر پر بنسټ، ٣٧ کورنۍ له پاکستان او ١٤٩ کورنۍ له ايران څخه راستنې شوې دي.
راپور وايي، ۲۴ کورنۍ د تورخم له لارې او ۱۳ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
په همدې حال کې ۷۶ کورنۍ د نیمروز د پل ابرېشم له لارې او ۷۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي.
که څه هم د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د اخراج شویو کسانو د نامعلوم برخلیک په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو پاکستان تل ټینګار کړی، چې بې اسناده کډوال به له دغه هېواده وباسي.