افغانستان

راپور: د ټاپي پروژې د بورډ غونډه په عشق آباد کې جوړه شوه

عکس از ارشیف

ترکمن رسنیو راپور ورکړی، چې د ټاپي شرکت مسٶولینو د ټاپي پروژې د پراختیا بهیر د بیا کتنې په موخه د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې غونډه وکړه.

د « ټرينډ نيوز» د راپور پر بنسټ، په دې ناسته کې د بورډ غړو په سیمه ییزه او نړیواله کچه د انرژۍ د امنیت د ټینګښت په برخه کې د ټاپي پروژې پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې د شاملېدو سره سره د چهارشنبې په ورځ له یوه پلاوي سره ترکمنستان ته سفر وکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د دغه وزارت ویاند همایون افغان مخکې ویلي وو چې په ترکمنستان کې د دوى لېږل شوى پلاوی به د «دوه اړخېزو اړیکو، کانونو، ریل پټلۍ او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي پیل په اړه خبرې وکړي.»

په داسې حال کې چې طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې د ټاپي پروژه ژر پیلېږي، په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر دا پروژه د ترکمنستان او طالبانو له خوا یوه «تبليغاتي پروژه» بولي.

په ترکمنستان کې د افغانستان پخواني سفیر محمدالله افضلي آمو ته وویل چې تر اوسه د ټاپي د پایپ لاین(ټاپي) په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه: «د پاکستان لخوا هیڅ جدي شنه څراغ نه دی ښودل شوی او هند د ټاپي پروژې په اړه په بشپړ ډول بې پروا دی.له همدې امله، دا بحث د ترکمنستان لپاره جدي بحث نه دی، پرته له دې چې یو تبلیغاتي خبر وي او د افغانستان له روح سره اړیکه ولري.»

په همدې حال کې ترکمن رسنیو راپور ورکړی، چې د ټاپي شرکت مسٶولینو د ټاپي پروژې د پراختیا بهیر د بیا کتنې په موخه د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې غونډه وکړه.

د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د څلورو هېوادونو لکه ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د مشرانو له خوا پرانیستل شوه. افغانستان به د کافي ګازو د ترلاسه کولو ترڅنګ په کال کې له دې پروژې څخه له ۴۰۰ میلیونو ډالرو څخه زيات د ګازو ټرانزيټ حق ترلاسه کړي.