افغانستان

امیرخان متقي: له طالبانو څخه د مشروعیت حق په «غیر عادلانه» ډول اخیستل شوی 

په داسې حال کې چې طالب چارواکو تل ادعا کړې چې د هېوادونو لخوا د دوی د استازو منل د دوی د رژیم په رسمیت پیژندل دي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو «مشروعیت حق» له دوی څخه په «غیر عادلانه ډول» اخیستل شوی دی.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر سرغړونو نیوکه کړې، چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې خنډ دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو د سازمان سرمشریزې ته وویل، «پر افغانستان [طالبانو] غیر عادلانه بندیزونه لګول شوي دي. دا په غیر عادلانه ډول له مشروعیت او آن په نړیوالو خصوصي سازمانونو کې هم له ګډونه نبې برخې شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ظاهراً طالب چارواکو د خپلو اندېښنو د ليرې کولو لپاره، په وار وار ویلي، چې له هېوادونو لخوا د دوی د استازو منل او برعکس په نړیوالو غونډو کې د دوى ګډون د هغوی د رسميت پېژندلو په معنا دی.

خو داسې برېښي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د رسميت نه پېژندنه او د فشار زياتوالي طالبان اندېښمن کړي دي.

متقي د افغانستان پر مرکزي بانک او د طالبانو د چارواکو پر سفرونو  د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه هم وکړه.

د آمو د موندنو له مخې، په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو، سازمانونو او نړیوالو بنسټونو د طالبانو د نوي قانون پر توشيح نیوکې کړي، دوه ګاونډي هېوادونه افغانستان، ترکمنستان او ازبکستان د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو کوربه دی.

امیر خان متقي چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې هم دی، د تېر کال له سپټمبر راهیسې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د شاملېدو سره سره پنځه بهرني سفرونه کړي دي.

هغه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵٠مه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته هم سفر وکړ.