افغانستان

مک کال: بایډن او هرېس باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو په اړه ځواب ووایي

د متحده ايالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړيکو د کمیټې مشر مایکل مک کال وايي، ولسمشر جوبایډن او مرستیالې کاملا هرېس باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو له امله ځواب ويونکي شي.

مک کال په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د ټرمپ په مشرۍ، د دوحې تړون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په مشروط ډول له طالبانو سره د ښځو حقونو ته د درناوي په څېر بنسټیزو شرایطو ته په کتو سره مشروط کړل.»

د مک کال په وينا، خو د بایډن او هرېس ادارې دا شرایط په بشپړه توګه له پامه غورځولي او افغان ښځې یې يوازې پرېښي دي.

هغه زیاته کړه، «په داسې حال کې چې طالبان په نړۍ کې پر ښځو یو لړ سختو بندیزونه لګولو ته دوام ورکوي، افغان ښځې د دې [وضعیت] په پرتله د ښه والي مستحق دي – ولسمشر جو بایډن او مرستیاله ولسمشره کاملا هرېس سره بايد د طالبانو په سرغړونو کې د دوی د لاس لرلو له امله حساب کتاب وشي.»

طالبانو تازه یو نوی قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې پر ښځو او نجونو د ځپونکي محدودیتونه وضع او پلي کوي.

 په دې بندیزونو کې د ښځو پر غږونو بندیز او له کورونو بهر نه راڅرګندېدل شامل دي.