درې کاله وړاندې په همدې ورځ (د اګست په ۳۰مه) له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وروستى سرتېرى ووت او په افغانستان کې د امریکا دوه لسیزې پوځي حضور پای ته ورسېد.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د پخواني حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو سره یوځای شول.
د امریکا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۰مه اعلان وکړ چې له شل کلنې جګړې وروسته یې له افغانستانه خپل وروستى سرتېرى وويست.
له رسمي اعلان سره سم له افغانستانه د وتلي امریکايي سرتیري عکس هم خپور شو.
ز
د روان کال د مٸ مياشت کې جنرال دوناهيو په يوه کېسټ وويل «زه حتما فکر کوم داسې وختونه شتون لري چې تاسو باید مستقیمه کرښه کې اوسئ.»
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو څرنګوالى په دغه هېواد کې له سختو نیوکو سره مخ شوى دى. له افغانستانه د وتلو پر مهال په یوه زوروره چاودنه کې تر ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.