د طالبانو تر واک لاندې د عدلیې وزارت وايي، د طالبانو د نوي قانون په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) اندېښنې «غیر ضروري او د لوېديځي اندېښنې» دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر اسلامي هېوادونو او آن د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه په ځانګړې توګه پر زده کړو او کار بندیز غندلی دی.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي، چې له یوناما سره به همکاري نه کوي او د یوې «مقابل اړخ» په توګه به ورسره چلند کوي.
دغه وزارت د افغان ښځو د لا زياتې ځپنې په اړه د یوناما نیوکه «غير ضروري اندېښنه او د غربي نظریاتو پر بنسټ» وبلله او دا یې «دښمنيز تبليغات» وبلل.
دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوی قانون د شریعت پر بنسټ جوړ شوی او ملګري ملتونه او نور هېوادونه یې باید درناوی وکړي.
یوناما ویلي، چې نارینه باید د خپلو ږیرو او ویښتانو د اصلاح کولو او ښځې له یوه پردي سړي سره د خبرو کولو په خاطر نه بايد مجازات شي.
دغې ادارې همداراز ویلي چې د امر بالمعروف قانون به نړۍ ته له طالبانو سره تعامل لا ستونزمن کړي.
په همدې حال کې، د امربالمعروف نوي قانون خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت وايي، دغه قانون د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه محدودوي او په ټولنه کې د وېرې فضا رامنځته کوي.
یو شمېر هېوادونو او سازمانونو پر طالبانو غږ کړی چې د واکمنې ډلې په توګه د نړیوالو تړونونو له مخې د افغان حکومت مکلفیتونو ته درناوی وکړي.