افغانستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده: د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل په بشپړه توګه ثابت شوي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون( پنجشنبه، د وږي٨) ويلي، چې د پاکستان پر ضد د «ترهګریزو کړنو» لپاره د افغانستان د خاورې کارول «په بشپړه توګه ثابت» شوي».

آغلې بلوچ د طالبانو د پوځ د مشر فصیح الدین فطرت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، د ملګرو ملتونو د راپورونو په ګډون خپلواکو راپورونو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون تایید کړی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې اسلام آباد څو ځلې په دې اړه خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وړاندې وویل،«پاکستان، په پاکستان کې دننه په ترهګریزو پېښو کې په افغانستان کې د مېشتو کسانو د لاس لرلو کره شواهد شریک کړي دي.»

هغې پر طالبانو غږ وکړ چې د هغو ترهګريزو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې د هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي.

تېره ورځ فصيح الدين فطرت د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ ويلي چې هیڅوک په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځای شتون نه شي ثابتولی.

شهباز شریف د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ټي ټي پي وسله والو د شتون په اړه پخپل پخواني دریځ  ټينګار کړی و.