نسبتاً يوې زورورې زلزلې د هېواد پلازمېنه کابل ښار ولړزاوه.
د يادولو وړ ده، چې دغه زلزله نن پنجشنبه د سهار په ۱۰:۲۸ بجو پېښه شوه.
د زلزلې د شدت او مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.
یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د زلزلې ټکانونه د کابل په شاوخوا کې هم محسوس شوي دي.