نړۍ

چین او امریکا د خبرو نوی پړاو پیل کړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر او د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارر ويلي، چې دوی په راتلونکي کې د ولسمشر جو بایډن او شي جین پینګ ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو په اړه خبرې کړې دي.

د رویټرز په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دواړو خواوو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو د پوځي قوماندانانو ترمنځ چې د هند – پاسیفیک سیمې د حساسو سیمو د مسؤليت پر غاړه لري، په «مناسب وخت کې» ویډیو خبرې وشي.

دغه خبري اژانس وايي په راپور کې راغلي، چې واشنګټن هیله لري چې د دغه ډول اړيکو له لارې د «تایوان تنګه» په څېر سیمو کې د جګړې مخه ونیسي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د امريکا د ملي امنيت له سلاکار جېک ساليوان سره د کتنې په ترڅ کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ د سوله ييزو اړيکو د پرمختګ کيلي له يو بل سره په مساوي توګه چلند کولو کې نغښتې ده.

سپینې ماڼۍ همداراز ویلي، «دواړو لورو د یو لړ دوه اړخېزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه روښانه، بنسټیز او رغنده خبرې اترې کړې دي.»

د دغه راپور له مخې، وانګ یی په چین کې د چېپ جوړونکو په نښه کولو لپاره د متحده ایالاتو د ګمرکي تعرفو او کنټرولونو سره د بیجینګ مخالفت هم څرګند کړ او ویې ویل چې واشنګټن باید د چین مشروع ګټو ته د خطر پېښولو څخه لاس واخلي.

خو د متحده ایالاتو په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ليدنې د احتمالي هوکړې ځینې برخې په ګوته کړې او د شمالي کوریا او منځني ختیځ په اړه «شریکو اندېښنو ته» اشاره شوې ده .

د چين د بهرنيو چارو د وزير او د امريکا د ملي امنيت د سلاکار ترمنځ ليدنه د پنجشنبې په ورځ (د وږي د اتمې نېټې تر پایه) پورې دوام وکړي او تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، د منځني ختيځ مسئلې، د اوکراين د جګړې په ګډون پر هغو مسايلو خبرې اترې وشي. چې چین  يې د تایوان او سویلي چین سمندر په خاوره کې ادعا کوي.

د يادولو وړ ده، چې چین، د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی، چې بېړۍ یې په پرله پسې ډول د چین په جنوبي سمندر کې د فلیپین له کښتیو سره نښتې کوي، ویلي چې متحده ایالات باید د چین حاکمیت ته زیان ونه رسوي او د فیلیپین د «سرغړونکو کړنو» ملاتړ ونه کړي.