افغانستان

طالبانو په خوست کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه په درو ووهل

عکس له آرشیف.

طالبانو په خوست ولایت کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه په عام محضر کې د «له کوره د تېښتې او د یوې ښځې د تښتولو» په تور په درو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت په علي شیر ولسوالۍ کې له دغو کسانو يې هر یو په «۳۹ درو» وهلي دي.

د طالبانو د يادې خبرپاڼې  پر بنسټ، دوى دغه راز یو کس په یو کال او شپږ میاشتې، دویم یې په دوو کلونو او دریم یې په درېیو کلونو بند محکوم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو په «عام محضر» کې د جسمي مجازاتو، په ځانګړې توګه په درو وهلو ته دوام ورکړی دی.

دا پرله پسې څلورمه ورځ ده چې طالبان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون خلک په عام محضر کې په درو وهي.

په وروستیو پېښو کې، طالبانو د چهارشنبې په ورځ په غزني کې دوه تنه، یو تن يوه ورځ وړاندې په کابل او د دوشنبې په ورځ په زابل کې ۱۲ تنه د بېلابېلو تورونو په تور په درو ووهل.

د آمو ټلویزیون د  راټولو شويو شمېرو له مخې د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۷ ښځو په ګډون یې تر ۶۱۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.