افغانستان

طالبانو په غزني کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل

عکس له آرشیف.

طالبانو په غزني ولایت کې دوه تنه په عام محضر کې د « غلا » په تور په درو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې یې یو تورن په «۳۹ درو» او بل یې په « ۳۵ درو» وهلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو په عام محضر کې د جسمي مجازاتو په ځانګړې توګه په درو وهلو ته دوام ورکړی دی.

په وروستۍ قضیه کې، طالبانو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۵ مه) په زابل کې ۱۲ تنه په مختلفو تورونو په عام محضر کې په درو ووهل.

د آمو ټلویزیون د راټولو شویو شمېرو له مخې، د طالبانو سترې محکمې په تېرو درېیو کلونو کې ۳۷ کسان سنګسار کړي او د ۱۰۶ ښځو په ګډون یې تر ۶۰۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.