ښځې

په جلاوطنۍ کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ طالبانو ته: زما مخ فتنه جوړونکى نه دی؛ ستا سترګې فتنه ګرې دي

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ د طالبانو د مشر له خوا د توشيح شوي نوي قانون پر ضد په یوه اعتراض کې وویل: «زما مخ فتنه جوړونکى نه دی؛ ستاسو سترګې فتنه ګرې دي.»

د ښځو دغه غورځنګ د طالبانو نوی توشيح شوی قانون «تور ليک او د ښځو ځپونکى» بللی دی.

دغه اعتراض کوونکو ښځو همداراز طالبانو ته په یوه ویډیو کې ویلي، «زما غږ د عورت نه دی؛ ستا غوږونه فتنه ګر دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو تر واک لاندې د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د دوی مشر د « د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرلیک لاندې ۱۱۴ مخیز قانون تصویب کړی او اوس نافذ دی.

دغه قانون د هېواد د اتباعو په تېره بيا د ښځو پر حقونو او آزادۍ محدوديتونه او نور سخت بنديزونه وضع کوي او آن په عامه ځايونو کې چې نارينه پکې په حضور ولري، د هغوی غږ پورته کول منع کړي دي.

د طالبانو دغه قانون له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د نړۍ سیاسي، هنري او نامتو شخصیتونو دا ظالمانه، له بشري حقونو سرغړاوی او له ښځو څخه د کرکې ۱۱۴ پاڼې بللې دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه غبرګونونه «بې بنسټه»دي او د دې قانون د پلي کېدو مخه نه شي نيولاى.