د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز چارلز براون منځني ختیځ ته له درې ورځني سفر وروسته ویلي، چې په سیمه کې د «جګړې سمدستي خطر» کم شوی دی.
هغه د رویټرز د پوښتنې چې آيا د يوې سیمه ييزې جګړې سمدستي خطر کم شوی ،په ځواب کې وویل: «تر یو حده، هو.»
خو ښاغلي براون زیاته کړه چې پر اسرائیلو د برید لپاره د ایران ګواښ لا هم د پام وړ دی.
هغه د اسراییلو څخه د الوتنې پرمهال وویل: «دوه پېښې دي چې په څرګند ډول به پېښ شي. یو لا دمخه پېښه شوې (د لبنان حزب الله په اسراییلو توغندیز بریدونه). اوس دا په دې پورې اړه لري چې دویم به څنګه پرمخ ځي.»
د متحده ايالاتو د ګډو ځواکونو درستیز زياته کړې، چې د ایران د ځواب ډول د اسراییل د ځواب ډول تعينوي او دا څرګندوي چې آیا پراخه جګړه به رامنځ ته شي که نه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې پنټاګون هم اعلان کړی و چې اسراییل لا هم د ایران او د هغې د ملاتړ لاندې ډلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې وویل:«موږ باید دا فرض کړو چې ایران تل برید ته چمتو دی او دا چمتووالی به جاري ساتو.»
هغه په سیمه کې د امریکا پیاوړې پوځي شتون ته په اشارې سره زیاته کړه: « دا داسې حالت نه دی چې د امریکا متحده ایالات يې بې اهمیته وګڼي.»
د يادولو وړ ده، چې په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته ایران په وار وار ګواښ کړی، چې د دې پېښې په غبرګون کې به پر اسرائیلو برید وکړي.