نړۍ

د اوکراین پر ځینو برخو د روسیې د توغندیو په بریدونو کې یو کس وژل شوی

روسيې تېره شپه (دوشنبه شپه، د وږي ۵نېټه) د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو په مرسته د کيف او د اوکراين ځينې نورې سيمې په نښه کړې چې په پايله کې يې يو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

رویټرز اژانس لیکلي چې کريو ريه، کییف او د اوکراین مرکزي او ختیځې سیمې له تېرې شپې راهیسې د هوايي بریدونو تر خبرداري لاندې وې.

رویټرز د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین په مرکز کریو ريه ښار کې په بریدونو کې یو کس وژل شوی دی.

د دې سیمې پوځي ادارې په ټیلیګرام کې لیکلي: «د کییف سیمې هوايي دفاعي سیسټمونه د شپې په اوږدو کې څو ځلې د بې پيلوټه الوتکو توغنديو څخه د دفاع لپاره چې اوکراین پلازمېنه يې په نښه کړې، فعال شوي دي.»

د اوکراین د کییف ښار د پوځي ادارې مشر الکساندر ویلکول ویلي چې ښايي پنځه ملکي وګړي لا هم تر خاورو لاندې وي او د دغو بریدونو په پایله کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې په کییف کې یې د تیرې ورځې او شپې په اوږدو کې لږ تر لږه د دریو چاودنو غږونه اوریدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې د دوشنبې په ورځ په اوکراین کې پر هدفونو تر ۲۰۰ ډېر توغندي وتوغول چې له امله یې ۷ کسان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې دغه بریدونه غندلي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د اوکراین هوايي ځواک اعلان کړی چې د دغه هېواد له هوايي ډګر څخه یې د څو ډلې بمباروونکي الوتکې او «د ټى يو-٨٥» ستراتیژیکو بمباریو او د روسیې «اېم آى جي٣١» د لوړ غږ مخنيوي الوتکو الوتنې ثبت کړي دي.

رویټرز ویلي چې نشي کولاى دا راپورونه نشي تایید کړي.

په همدې حال کې، د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړى، چې د دوشنبې ورځ بریدونو د اوکراین د انرژۍ مهم زیربنا کې «ټول ټاکل شوي هدفونه» په نښه کړل.